او مونږه هغوى داسې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې لار ښوونه كوله۔ او مونږ دوى ته د نېكۍ كولو او د لمونځ قايمولو او د زكات وركولو وحي كړې وه او دوى خاص زمونږ عبادت كوونكي وو الأنبیاء ۲۱:۷۳ ⧉
تفسیر:
او کرځولي وو مونږ دوی داسې امامان چې خلک ورپسې د خیر په کار کې پېروي کوي، خلک رابلي یواځې د الله تعالی بندګۍ طرف ته د هغه په حکم، او مونږ هغوی ته وحې کړی وه چې تاسې د خیر کارونه کوئ، او لمونځ په پوره طرېقې سره ادا کوئ، او زکات ورکوئ، او وو دوی مونږ ته غاړه ايښودونکي.