Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 81 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 81 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا ۚ وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ 81
ترجمه:
او (مونږ) د سلیمان لپاره هوا (تابع كړې ده)، چې ډېره تېزه وه، د هغه په حكم سره به هغې ځمكې (سيمې) ته روانېده چې مونږ په هغې كې بركت اچولى دى او مونږ له ازله په هر شي باندې پوه یو الأنبیاء ۲۱:۸۱
تفسیر:
او تابع کړې مو وه سلیمان لره هوا د تېزو الوتلو والا چې روانېده به د هغه په امر کله چې به یې ورته امر وکړ د شام ځمکې ته هغه چې مونږ پکې برکت اچولی و د دې وجې نه چې مونږ په دې کې کوم پېغمبران لېږلي وو، او د دې وجې نه چې په دې کې څومره برکتونه خواره کړی شوي، او مونږ په هر یو شي باندې پوهه یو، هیڅ څیز په مونږ باندې د دې نه پټ نشي پاتي کېدلی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 80 راتلونکې الأنبیاء • آیت 82