Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 83 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 83 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ 83
ترجمه:
او (یاد كړه) ایوب كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې یقینًا زه (چې یم) ما ته تكلیف رارسېدلى دى او ته تر ټولو زیات رحم كوونكى يې الأنبیاء ۲۱:۸۳
تفسیر:
او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه د ایوب -علیه السلام-، کله چې یې دعا وغوښتله د خپل رب څخه کله چې ورته مصېبت ورسېد؛ داسې ووېل: ای زما ربه! بېشکه ما ته مرض رارسېدلی او زما خاندان هم ورک شوی، او ته غوره د ټولو رحم کوونکو څخه یې، نو ما ته چې کوم مصېبت رارسېدلی دا زما څخه واړوه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 82 راتلونکې الأنبیاء • آیت 84