Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 94 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 94 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


فَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْيِهِ وَإِنَّا لَهُ كَاتِبُونَ 94
ترجمه:
نو هغه څوك چې د نېكۍ عملونه كوي، په دې حال كې چې مومن وي، نو د ده د كوشش لپاره هېڅ ناقدري نشته او بېشكه مونږ د دغه (كوشش) لیكونكي یو الأنبیاء ۲۱:۹۴
تفسیر:
نو د دوی څخه چې چا نېک عملونه وکړل او حال دا چې دې ایمان لرونکی و په الله تعالی او د هغه په پېغمبرانو او په ورځ وروستنۍ (د اخرت ورځ) نو د ده د نیک عمل به بې قدرې نشي کېدلی، بلکې الله تعالی به د ده دا عمل قبلوي او ثواب به ورله څو چنده کوي، او دې به خپل عمل د قیامت په ورځ په خپله عمل نامه کې بیامومي، نو په دې به خوشحاله شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 93 راتلونکې الأنبیاء • آیت 95