Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 2 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 2 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَىٰ وَمَا هُمْ بِسُكَارَىٰ وَلَٰكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ 2
ترجمه:
په هغې ورځ چې تاسو هغه ووینئ، چې هره تى وركوونكې به غافله شي له هغه (وړوكي) نه چې هغه ته تى وركوي او هره حمل والا به خپل حمل وغورځوي او ته به خلقو لره نشه وینې، حال دا چې دوى به نشه نه وي او لېكن د الله عذاب به ډېر سخت وي الحج ۲۲:۲
تفسیر:
په کومه ورځ چې وبه وینئ تاسې دا زلزله غافله به شي هره یوه پۍ ورکوونکي ښځه د خپل بچي نه، او وبه غورځوي هره یوه حامله زنانه خپل حمل لره د ډېرې وېرې د وجې، او وېنې به ته خلکو لره د هغوی د عقلونو د لاسه ورکولو له کبله د نشیانو په شان د دغه ځای او حالاتو د سختې وېرې له وجې، او دوی به د شرابو د څښولو له امله نشه نه وي، بلکې عذاب د الله تعالی ډېر سخت دی، نو د الله تعالی عذاب د دوی نه عقلونه ورک کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 1 راتلونکې الحج • آیت 3