Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المؤمنون — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

المؤمنون • آیت نمبر 7 (ټولې 118 آيتونه) • پښتو


فَمَنِ ابْتَغَىٰ وَرَاءَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْعَادُونَ 7
ترجمه:
پس چا چې ولټولو سوا له دغو نه، نو دغه كسان، دوى له حد نه تېرېدونكي دي المؤمنون ۲۳:۷
تفسیر:
نو څوک چې له خپلو مېرمنو او هغو مينځو پرته چې څښتنان يې وي له نورو څخه خوند لټوي هغوی د الله له پولو اوښتونکي دي چې د الله له حلال کړي شيانو څخه د هغه حرام کړل شويو شيانو ته تېری کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المؤمنون • آیت 6 راتلونکې المؤمنون • آیت 8