تاسو ته الله نصیحت كوي چې تاسو د دې په مثل كار ته هيڅكله هم ونه ګرځئ كه تاسو مومنان یئ النور ۲۴:۱۷ ⧉
تفسیر:
الله تاسو ته در په يادوي او نصيحت درته کوي چې بيا دغه ډول لوی درواغو ته ور ونه ګرځئ او پر بېګناه د زنا تور و نه لګوئ که چېرې تاسو پر الله ايمان لرونکي وئ.