اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ او چا چې د شیطان د قدمونو پیروي وكړه، نو بېشكه دا (شیطان) د بې حیایۍ او ناروا كارونو امر كوي او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى (نو) په تاسو كې هیڅوك هیڅكله هم (د بهتان له ګناه نه) پاك شوى نه وى او لېكن الله پاكوي چا لره چې وغواړي او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى النور ۲۴:۲۱ ⧉
تفسیر:
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه پر شريعت مو عمل کړئ، د باطل په ښايسته کولو کې د شيطان د لارو پيروي مه کوئ، چاچې د هغه د لارو پيروي وکړه؛ نو هغه هرومرو پر بدو کړنو او ويناوو او له شريعت څخه خلاف کارونو امر کوي، ای مؤمنانو که چېرې پرتاسو د الله پېرزوينه نه وای؛ نو هيڅکله به له تاسې يو هم په توبه اېستلو نه وای پاک شوی چې توبه يې اېستلې وای، خو الله چې چاته وغواړي دتوبې په اېستلو يې پاکوي، الله ستاسو د ويناوو اورېدونکی دی او ستاسو پر کړنو ښه پوه دی، له هغه څخه هيڅ هم پټ نه دي ژر به تاسو ته پر خپلو اعمالو مو جزا درکړي.