بېشكه چې دى نژدې و چې مونږ خامخا له خپلو معبودانو نه بې لارې كړي كه مونږ په دوى ټینګ ودرېدلي نه وى۔ (الله فرمايي:) دوى به ژر پوه شي كله چې دوى عذاب ویني چې څوك له (حقې) لارې نه ډېر بې لارې دى الفرقان ۲۵:۴۲ ⧉
تفسیر:
نږدې و چې هغه د خپلو معبودانو له عبادته اړولي وو، که چېرې مو يې پر عبادت صبر نه وای کړی، هرومرو به يې په خپلو حجتونو او دلايلو ترې ګرځولي وو، ژر به پوه شي کله چې په خپلو قبرونو کې او د قيامت په ورځ سزا وويني چې آيا هغوی لار ورکه کړې وه او که هغه؟ او ډېر ژر به پوه شي چې څوک لار ورکي دي؟.