او دوى له الله نه غیر د هغه څه عبادت كوي چې دوى ته نه نفع رسولى شي اونه دوى ته ضرر رسولى شي او كافر د خپل رب په مخالفت كې (د شیطان) مدد كوونكى دى الفرقان ۲۵:۵۵ ⧉
تفسیر:
او کافران له الله پرته د داسې بتانو عبادت کوي که يې پيروي وکړي ګټه نه شي ورته رسولی او که سرغړونه ترې وکړي زيان نه شي ورته رسولی، او کافر په هغه څه کې د شيطان پيرو دی کوم څه چې الله په غوسه کوي.