Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشعراء — آیت 189 (پښتو) — ویډیو

الشعراء • آیت نمبر 189 (ټولې 227 آيتونه) • پښتو


فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ الظُّلَّةِ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ 189
ترجمه:
نو دوى د هغه تكذیب وكړ، پس دوى د سیوري د ورځې عذاب ونیول، بېشكه دغه (عذاب) د ډېرې لويې ورځې عذاب و الشعراء ۲۶:۱۸۹
تفسیر:
د هغه درواغجن ګڼلو ته يې دوام ورکړ؛ نو لوی عذاب ورته ورسېدی، داسې چې له سختې ګرمې ورځې وروسته ورېځ پرې راغله، پر هغوی يې اور را و اورولو، چې ويې سوځول، بېشکه د هغوی د تباهۍ ورځ د لويې وېرې ورځ وه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشعراء • آیت 188 راتلونکې الشعراء • آیت 190