Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 14 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا ۚ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ 14
ترجمه:
او دوى له دغو (معجزو) نه انكار وكړ، د ظلم او سركشۍ په وجه، حال دا چې د دوى نفسونو په دغو یقین كړى و، نو ته وګوره د فساد كوونكو انجام څنګه و؟ النمل ۲۷:۱۴
تفسیر:
او هغوی پر دغو څرګندو نښانو کفر وکړ او هغه يې و نه منلې، حال دا چې په زړونو کې يې باور لرلو چې دا د الله له لوري دي، د هغوی د ظلم او له حق څخه د لويۍ له امله ای رسوله! فکر وکړه چې په ځمکه کې د ورانکارو خلکو د کفر او ګناهونو له کبله يې پايله څنګه شوه؟ پرته له شکه هغوی مو تباه کړل او ټول مو له منځه يوړل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 13 راتلونکې النمل • آیت 15