او كله چې دوى بېكاره خبره واوري (، نو) له هغې نه مخ واړوي او وايي: زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او ستاسو لپاره ستاسو عملونه دي، په تاسو دې سلام وي، مونږ جاهلان نه غواړو القصص ۲۸:۵۵ ⧉
تفسیر:
کله چې دغو مسلمانانو د کتاب له څښتنانو باطل خبرې واورېدې له هغې يې مخ واړوی پاملرنه يې ورته ونه کړه او د باطل څښتنانو ته يې په وينا کولو وويل: زموږ لپاره زموږ د اعمالو بدله ده او ستاسو لپاره ستاسو د اعمالو بدله ده، زموږ لخوا له ښکنځلو او زيان خوندي اوسئ موږ د ناپوهۍ د څښتنانو ملګرتيا نه غواړو ځکه په هغو کې د دين او دنيا ضرر او زيان دی.