Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 4 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ أَنْ يَسْبِقُونَا ۚ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ 4
ترجمه:
بلكې ایا هغو كسانو ګمان كړى دى چې بد عملونه كوي چې دوى به زمونږ نه ړومبى (او خلاص) شي؟ بد دى هغه حكم (فیصله) چې دوى يې كوي العنكبوت ۲۹:۴
تفسیر:
داسې نه ده.ایا هغه خلکو دا ګومان کړی چې شرک او نور ګناهونه ترسره کوي چې موږ به بې وسې کړي او زموږ له سزا به وژغورل شي؟ ډېر بد دی د هغوی دا حکم چې کوي يې، هغوی الله نه شي بې وسې کولای او نه يې له سزا خلاصېدلی شي که چېرې د کفر په حالت کې مړه شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 3 راتلونکې العنكبوت • آیت 5