Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 151 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 151 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا ۖ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ ۚ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ 151
ترجمه:
ژر ده چې مونږ به د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوو چې كافران شوي دي، په سبب د دې چې دوى له الله سره هغه شى شریك كړى دى چې هغه (الله) په دې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، او د دوى استوګنځای اور دى او هغه د ظالمانو بد اوسېدنځای دى آل عمران ۳:۱۵۱
تفسیر:
زر دی چې مونږ به د هغه کسانو په زړونو کې سخته ویره وغورځوو چې په الله تعالی باندې یې کفر کړی، تر دې چې هغوي به ستاسو سره د جنګ کولو مقاومت ونلري په سبب د شریک جوړولو د دوی له الله تعالی سره نور معبودان؛ چې هغوی یې په خپلو خواهشاتو بندګي کړې وه، په دوی باندې د الله تعالی له طرفه د هغوی د بندګۍ کولو څه دلیل نه و راغلی، او ځای د اوسیدلو د دوی چې دوی به ورته ورګرځي په آخرت کې اور د جهنم دی، او د جهنم اور ډیر بد ځای د اوسیدو دی د ظالمانو لپاره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 150 راتلونکې آل عمران • آیت 152