الله له سره داسې نه دى چې مومنان په هغه حال باندې پرېږدي په كوم باندې چې تاسو (اوس) یئ، تر دې چې ناپاك له پاكه بېل كړي، او الله كله هم داسې نه دى چې تاسو په غیبو باندې خبر كړي او لېكن الله د خپلو رسولانو (له ډلې) نه غوره كوي چا لره چې وغواړي، نو په الله او د هغه په رسولانو باندې ایمان راوړئ او كه چېرې تاسو ایمان راوړ او پرهېزګاره شوئ، نو تاسو لپاره بېخي لوى اجر دى آل عمران ۳:۱۷۹ ⧉
تفسیر:
د الله تعالی د حکمت څخه دا ندي چې تاسو پریږدي -ای مومنانو- په هغه حال کې چې تاسو پکې یاست د ګډوډوالي نه د منافقانو سره او فرق دی نه وي ستاسو تر منځ، او ښکاره دې نه وي ریښتوني مومنان، تر دې پوري چې جدا کړي تاسو په مختلف قسم تکلیفونو او ازمیښتونو، چې ښکاره کړي پاک مومن د خبیث منافق څخه. او د الله تعالی له حکمت څخه دا ندي چې تاسو ټول په غیبو باندې خبر کړي نو بس تاسو به د مومن او منافق ترمنځ فرق وکړئ، بلکه الله تعالی غوره کوي د خپلو پیغمبرانو څخه چالره چې وغواړي، نو پس خبروي يې په ځینو غیبو باندې؛ لکه څرنګه چې خبر کړی و الله تعالی محمد -صلی الله علیه وسلم- د منافقانو په حال باندې، نو بس تاسو ریښتوني کړئ خپل ایمانونه په الله تعالی او د هغه په رسول باندې، او که تاسو رښتیا ایمان راوړئ او د الله تعالی څخه وویریږئ د هغه د اوامرو په عملی کولو سره او د هغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره نو ستاسو لپاره به د الله تعالی په نیز ډیر لوی ثواب وی.