نو خپل رب يې دعا قبوله كړه چې بېشكه زه په تاسو كې د هېڅ یو عمل كوونكي عمل نه ضائع كوم، نر وي او كه ښځه، ستاسو ځینې له ځینو نورو څخه دي، نو هغه كسان چې هجرت يې كړى دى او له خپلو كورونو نه وېستل شوي دي او زما په لاره كې ورته تكلیفونه رسول شوي دي او جنګونه يې كړي دي او وژل شوي دي (نو) زه به خامخا ضرور لرې (معاف) كړم له دوى نه د دوى ګناهونه او خامخا ضرور به يې داسې جنتونو ته داخل كړم چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې د الله له طرفه نه بدله ده او هم دا الله دى چې له هغه سره ښه بدله ده آل عمران ۳:۱۹۵ ⧉
تفسیر:
نو بس د دوی رب د دوی دعا قبوله کړه : چې زه نه ضایع کوم ستاسو د عملونو ثواب لږ وي او که ډیر، برابره خبره ده که دا عمل کوونکی نر وي او که ښځه، نو بس حکم د ځینو ستاسو د ځینو نورو په څېر په دین کې یو دی، د نر لپاره ثواب نشي زیاتیدلی، او د ښځې نه کمیدلی نشي، پس هغه کسان چې د الله تعالی په لاره کې یې هجرت کړی، او کافرانو د خپلو کورونو څخه ویستلي وي، او د خپل رب د طاعت په وجه ورته ضرر رسیدلی وي، او د الله تعالی په لاره کې یې جهاد کړی وي او وژل شوي وي د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، خامخا زه به دوی ته د قیامت په ورځ د دوی د ګناهونو بخښنه وکړم ، او دوی ته به د دوی له ګناهونو څخه تېر به شم، او خامخا به دوی جنتونو ته ننباسم چې له بنګلو نه لاندې به یې ویالې (نهرونه) بهېږي ، دا بدلې دي د الله تعالی له طرفه، او الله تعالی چې دی خاص د هغه سره خایسته بدلي دي چې څه مثال يې نشته.