Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 4 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


مِنْ قَبْلُ هُدًى لِلنَّاسِ وَأَنْزَلَ الْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ 4
ترجمه:
له دې نه مخكې، دخلقو د هدایت لپاره او فرقان يې نازل كړى دى، بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو سره كافر شوي دي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او الله ډېر غالب (او) انتقام والا دى آل عمران ۳:۴
تفسیر:
د تفسیر برخه له آل عمران ۳:۳
نازل کړی یې دی پر تا -ای پېغمبره- قرآن چې رښتیا ویونکی دی په خبر ورکولو کې او انصاف کوونکی دی په پرېکړو کې، د مخکینیو الهي کتابونو سره موافق دی، د دې تر منځ هېڅ ټکر نشته، او نازل کړی یې دی تورات په موسی علیه السلام، او انجیل په عیسی علیه السلام، مخکې له نازلولو د قرآن کریم څخه پر تا، او دا ټول الهي کتابونه خلکو ته د هغوی د دین او دنیا د سمون هدایت او لارښونه ده، او نازل کړی یې دی فرقان (توپير کوونکی) په کوم چې حق له باطل څخه پېژندل کېږي او هدایت له ګمراهۍ څخه، او هغه کسان چې د الله تعالی په هغو آیاتونو چې پر تا یې نازل کړي کفر کوي، دوی لپاره سخت عذاب دی، او الله تعالی برلاسی دی هېڅ پرې غالب کیدلای نشي، د هغه چا څخه انتقام (کسات) اخیستلو څښتن دی چې د ده پېغمبران یې دروغجن ګڼلي او د ده د امر مخالفت یې کړی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 3 راتلونکې آل عمران • آیت 5