دا د غیب له خبرونو څخه دي چې مونږه يې تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره موجود نه وې كله چې هغوى خپل قلمونه غورځول، چې په دوى كې څوك د مریمې كفالت وكړي او ته له هغوى سره حاضر نه وې كله چې يې په خپلو كې جګړه كوله آل عمران ۳:۴۴ ⧉
تفسیر:
د ایاد شوي د زکریا علیه السلام خبرونه د غیبو څخه وو چې تا ته مو وحي کړل -ای پېغمبره- او ته د هغو عالمانو او نیکانو سره نه وې کله چې دوی جګړه کوله چې څوک د مریمې د پالنې ډېر حقدار دی، تر دې چې پچې اچولو ته اړ شول نو قلمونه یې واچول، نو د زکریا علیه السلام قلم بریا وموندله.