Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 50 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 50 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَلِأُحِلَّ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ ۚ وَجِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ 50
ترجمه:
په دې حال كې چې تصدیق كوونكى یم د هغه (كتاب) چې له ما نه مخكې و، چې تورات دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو لپاره بعضې له هغو شیانو حلال كړم چې پر تاسو باندې حرام كړى شوي وو او ستاسو د رب له طرفه نه ما تاسو ته واضحه نښه راوړې ده، نو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ آل عمران ۳:۵۰
تفسیر:
او -همدا راز- تاسو ته مې زما څخه مخکې نازل شوی تورات راوړ، او راغلم چې تاسو ته ځینې هغه څه چې مخکې پر تاسو حرام شوي وو حلال وګرځوم، پر تاسو د اسانتیا او کمي له کبله، او تاسو ته مې ښکاره دلیل راوړی زما د ویناوو په صحت سره، نو د الله څخه ووېرېږئ د اوامرو په منلو او نواهیو څخه ځان ساتلو باندې، او زما تابعداري وکړئ په هغه څه کې چې زه مو ورته رابلم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 49 راتلونکې آل عمران • آیت 51