Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 52 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَىٰ مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ ۖ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ آمَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ 52
ترجمه:
نو عیسٰی چې كله له دوى څخه كفر ولیده، نو ويې ويل: د الله په طرف (تللو كې) څوك زما مددكوونكي دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مددګار یو، مونږ په الله ایمان راوړى دى او ته ګواه شه په دې چې بېشكه مونږ مسلمانان (فرمانبردار) یو آل عمران ۳:۵۲
تفسیر:
کله چې عیسی علیه السلام د دوی په کفر پاتې کېدلو پوه شو، نو بني اسرائیلو ته یې وویل: څوک به الله ته په رابللو کې راسره مرسته وکړي؟ غوره شوو تابعدارانو یې وویل: مونږ د الله د دین مرستندوی یو، مونږ پر الله باور لرو او ستا تابعداري کوو، او -ای عیسی- شاهد اوسه چې مونږ الله ته په توحید او تابعدارۍ غاړه ایښودونکي یو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 51 راتلونکې آل عمران • آیت 53