Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 6 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 6
ترجمه:
دى همغه ذات دى چې په رَحِمونو كې ستاسو شكلونه (صورتونه) جوړوي څنګه چې وغواړي، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى آل عمران ۳:۶
تفسیر:
هغه ذات چې تاسو د مېندو په خیټو کې په مختلفو شکلونو چې وغواړي پېدا کوي، نارینه یا ښځینه، ښایسته یا بد رنګ، سپین یا تور، نشته معبود په حق سره پرته له ده، برلاسی دی چې نه کوز لاسی کېږي، ځېرک دی په خپل پېدایښت، تدبیر او شریعت کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 5 راتلونکې آل عمران • آیت 7