(او وايي) اى زمونږه ربه! زمونږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله او مونږ ته له خپلې خوا نه رحمت راكړه، یقینًا هم ته، (د نعمت او رحمت) بې حده عطا كوونكى يې آل عمران ۳:۸ ⧉
تفسیر:
او دا (په علم کې) پاخه وایي: ای ربه زمونږ! زمونږ زړونه د حق څخه مه کږوه پس لدې چې ته راته لارښوونه وکړې، او وساتې مونږ له هغه څه نه چې د حق څخه کاږه شوي خلکو ته رسېدلي، او راکړې مونږ ته له خپل لوري څخه پراخه رحمت چې زړونه مو پرې هدایت ومومي، او له بې لاریتوب څخه مو وساتي، بېشکه ته -ای ربه زمونږ- بخښونکی د ډېرې ورکړې یې.