بېشكه هغه كسان چې له خپل ایمان راوړو نه بعد كافر شول، بیا په كفر كې (ترځنكدنه) مخ په وړاندې لاړل، (نو) د هغوى توبه به له سره نه قبلېږي او همدغه كسان ګمراهان دي آل عمران ۳:۹۰ ⧉
تفسیر:
پرته له شکه هغه کسان چې وروسته له ايمانه يې کفر کړی او پر کفر يې تر هغه دوام کړی چې مرګ يې وليد؛ نو هېڅلکه به له هغوی د مرګ د ليدلو پرمهال توبه ونه منل شي، د وخت د تېرېدلو له امله، او همدوی الله ته له رسوونکې نېغې لارې څخه لار ورکي دي.