Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 95 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 95 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


قُلْ صَدَقَ اللَّهُ ۗ فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ 95
ترجمه:
ته ووایه: الله رښتیا وَیلي دي، پس د ابراهیم د ملت تابع شئ، چې حنیف (پوخ توحید والا) و او له مشركانو څخه نه و آل عمران ۳:۹۵
تفسیر:
ووایه -ای پیغمبره- الله تعالی په هغه څه کې چې د یعقوب علیه السلام په اړه یې بیان کړي، رښتیا ویلي دي، او په هغه څه کې چې الله تعالی رالیږلی او روا کړی یې دي، نو تاسې د ابراهیم علیه السلام د دین تابعداري وکړئ، ځکه چې هغه د ټولو دینونو نه اسلام ته مایل ؤ، او له الله تعالی سره یې هیڅوک په عبادت کې نه وو شریک کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 94 راتلونکې آل عمران • آیت 96