Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 39 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 39 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ رِبًا لِيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِنْدَ اللَّهِ ۖ وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ 39
ترجمه:
او هغه څه چې تاسو يې وركوئ، چې له سوده څخه وي، د دې لپاره چې د خلقو په مالونو كې زیات شي، نو د الله په نېز دغه نه زیاتېږي او هغه څه چې تاسو يې وركوئ چې له زكاته وي، په داسې حال كې چې تاسو د الله مخ غواړئ، نو همدغه كسان ډېر زیاتوونكي دي الروم ۳۰:۳۹
تفسیر:
او هغه شتمنۍ چې تاسو یې له خلکو څخه یو چاته ورکوئ دې لپاره چې تاسو ته بېرته یو څه زیات درکړي نو د الله په نزد د هغې اجر نه زیاتېږي، او هغه شتمنۍ چې تاسو یې هغه چا ته ورکوئ چې خپله اړتیا پرې لرې کړي او تاسو پرې د الله مخ غواړئ، له خلکو څخه مرتبه او بدله نه غواړئ، نو همدوی هغه خلک دي چې د الله په نزد یې اجر زیاتېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 38 راتلونکې الروم • آیت 40