په څو كلونو كې۔ خاص الله ته حكم دى له دې نه مخكې او له دې نه وروسته او په دغې ورځ به مومنان خوشاله شي الروم ۳۰:۴ ⧉
تفسیر:
له دریو کلونو څخه کمه او له لسو څخه به زیاته موده نه وي، بشپړه واکمني د الله ده، د رومیانو له بریا مخکې او وروسته، او په هغه ورځ چې رومیان پر فارسیانو برلاسي شي نو مومنان به خوشالېږي.