او قسم دى كه مونږ (د دوى په فصلونو داسې ضرري) هوا را اولېږو، بیا دوى دغه (فصل) تك زېړ وویني، (نو) خامخا دوى به له دې نه بعد شي چې كفر به كوي الروم ۳۰:۵۱ ⧉
تفسیر:
او که چېرې مونږ د دوی پر کرهنو او ګیاوو باد راولېږو چې برباد یې کړي پرې، نو دوی خپل کښتونه تک زیړ رنګي وویني پس له دې چې شنه وو، نو خامخا به دوی له دې لېدلو وروسته د الله تعالی په مخکینیو نعمتونو کفر کوي سره له زیاتوالي د نعمتونو.