Landscape MP4 Vertical MP4

سورت لقمان — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

لقمان • آیت نمبر 11 (ټولې 34 آيتونه) • پښتو


هَٰذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ ۚ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 11
ترجمه:
دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي، بلكې ظالمان په ښكاره ګمراهۍ كې دي لقمان ۳۱:۱۱
تفسیر:
دا یاد شوي د الله پېدایښت دی، نو وښایاست -ای مشرکانو- څه پېدا کړي هغو چې تاسو یې له الله پرته عبادت کوئ؟! بلکه ظالمان د حق څخه په ښکاره بې لارېتوب کې دي، چې د خپل رب سره هغه څوک شریکوي چې هېڅ نشي پېدا کولی او دوی پېدا شوي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ لقمان • آیت 10 راتلونکې لقمان • آیت 12