الله د هېڅ یو سړي لپاره د هغه په دننه كې دوه زړونه نه دي پیدا كړي او هغه (الله) ستاسو هغه ښځې چې تاسو له هغو نه ظهار كوئ ستاسو میندې نه دي ګرځولي او هغه (الله) ستاسو په زامنو بلل شوي ستاسو (واقعي) زامن نه دي ګرځولي، دغه (درې خبرې) ستاسو (بېكاره) خبرې دي، په خپلو خولو سره، او الله حق وايي او هغه نېغه لار ښیي الأحزاب ۳۳:۴ ⧉
تفسیر:
الله د يو سړي په سينه کې دوه زړونه نه دي پيداکړي، همدارنګه يې مېرمنې په ناروا والي کې د ميندو غوندې نه دي ګرځولې او نه يې په خوله بللي زامن د حقيقي زامنو غوندې کړي، ځکه ظهار چې سړی خپله مېرمن د خپلې مور او خور غوندې ناروا کوي او همدارنګه د ناپوهۍ د زمانې له هغو دودونو چې يوڅوک به يې زوی وبللو چې تاسې يې په خپلو خولو کې سره تکراروئ اسلام دغه عادات باطل کړل، هغه لره هيڅ حقيقت نشته، نو مېرمن مور نه کيږي او په خوله بللی زوی د هغه چا حقيقي زوی نه کيږي چې د زوی والي دعوی يې کوي، او الله پاک حق وايي ترڅو يې بنده ګان پرې عمل وکړي او حق لارې ته يې لارښوونه وکړي.