او كافران شویو كسانو وویل: مونږ به له سره په دې قرآن ایمان رانه وړو او نه په هغو كتابونو چې له ده نه مخكې دي۔ او كه ته ووینې كله چې ظالمان د خپل رب په وړاندې ودرول شوي وي، په داسې حال كې چې د دوى ځینې به ځینو نورو ته خبره اړوي (داسې) چې (په دنیا كې) ښه ضعیف كړى شوي كسان به هغو كسانو ته ووايي چې تكبر به يې كاوه: كه تاسو (مونږ لره د ایمان نه منع كوونكي) نه وى (، نو) یقینًا مونږ به مومنان وو سبأ ۳۴:۳۱ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی وايي: هيڅکله به پردغه قرآن ايمان رانه وړو کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم ګومان کوي چې پر هغه نازل کړل شوی دی، او نه پر پخوانيو آسماني کتابونو ايمان راوړو، او ای رسوله! که ته د قيامت په ورځ ووينې چې ظالمان يې د خپل پالونکي په وړاندې د حساب لپاره بند کړل شوي وي، په خپل منځ کې يو او بل ته خبرې ورګرځوي او هر يو مسؤوليت او ملامتيا پر بل وراچوي، کمزوري ګڼل شوي پيروان به يې خپلو هغو مشرانو ته وايي چې په دنيا کې يې کمزوري کړي وو: که تاسو موږ نه وای لارورکي کړي، موږ به هرومرو پر الله او د هغه پر رسولانو ايمان راوړونکي وو.