Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الصافات — آیت 105 (پښتو) — ویډیو

الصافات • آیت نمبر 105 (ټولې 182 آيتونه) • پښتو


قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا ۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ 105
ترجمه:
یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو الصافات ۳۷:۱۰۵
تفسیر:
بېشکه هغه څه دې ریښتیا کړل کوم چې تا خوب کې ليدلي وچې د زوی د حلالولو هوډ دې درلود، بېشکه -لکه څرنګه چې مونږ تا ته د دغه ستر ازمیښت څخه د خلاصون بدله درکړه- همداسې بدله نیکانو ته هم ورکوو نو د ازمیښتونو او سختیو څخه یې خلاصوو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الصافات • آیت 104 راتلونکې الصافات • آیت 106