Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 3 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ ۚ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَىٰ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ 3
ترجمه:
خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي، ښه نژدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي الزمر ۳۹:۳
تفسیر:
خبر اوسئ چې الله لره له شرک څخه تش دین دی، او کومو خلکو چې له الله پرته بوتان او باطل معبودان په دوستۍ نیولي له الله پرته یې په دې بهانه بندګي کوي چې: مونږ د دوی عبادت نه کوو مګر دې لپاره چې الله ته مو مرتبه کې ورنږدې کړي، او زمونږ اړتیاوې ورته پورته کړې، او د هغه په وړاندې زمونږ سفارش وکړي، بېشکه الله د مومنو موحدینو او کافرو مشرکانو تر منځ د قیامت په ورځ فیصله کوي، د هغه توحید په اړه چې دوی پکې اختلاف کولو، بېشکه الله حق ته نه رسوي هغه څوک چې په الله درواغ وایې چې هغه ته شریک منسوبوي، د الله په نعمتونو ډېر نا شکره وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 2 راتلونکې الزمر • آیت 4