او تاسو د تر ټولو ښه حكم (قرآن) پیروي وكړئ هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي ناڅاپه، حال دا چې تاسو به نه پوهېږئ الزمر ۳۹:۵۵ ⧉
تفسیر:
او د هغه غوره قرآن پيروي کوئ چې پالونکي مو پر خپل استازي نازل کړی، د هغه پر امرونو عمل کوئ، له نهيو يې ډډه کوئ، مخکې تردې چې ناببره عذاب درباندې راشي او تاسو يې احساس هم نه کوئ، ترڅو په توبه اېستلو چمتووالی ورته ونيسئ.