بیا چې كله تاسو لمونځ ادا كړئ، نو الله یادوئ، په ولاړه او ناسته او په خپلو اړخونو باندې (چې پراته يئ)، بیا چې كله تاسو مطمئن (ډاډمن) شئ، نو لمونځ قايموئ (د اطمينان د حالت لمونځ) بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى النساء ۴:۱۰۳ ⧉
تفسیر:
نو پس هر کله چې فارغ شوئ -ای مومنانو- د لمانځه څخه نو یاد کړئ الله تعالی لره په سبحان الله ویلو سره او په الحمد لله ویلو سره او په لا اله الا الله وحده لا شریک له له الملک وله الحمد وهو علی کل شيء قدیر ویلوسره په هر حالت کې که ولاړ یاست یا ناست، او همدارنګه که ډډه مو وهلي وي، نو پس هر کله چې ستاسو څخه ویره ختمه شوه او په امن کې شوئ نو ادا کړئ لمانځه لره پوره په ارکانو او واجباتو او مستحباتو څرنګه چې یې تاسو ته امر کړی شوی دی، بیشکه لمونځ فرض کړی شوی دی په مومنانو باندې په ټاکل شوي وخت کې، نه دی جایز وروستوالی د لمانځه د خپل وخت څخه مګر په عذر سره، دا حکم د اقامت په وخت کې دی، هر چې د سفر حالت دی نو تاسو لره بیا جمع او قصر هم جایز دي.