Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 105 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 105 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ ۚ وَلَا تَكُنْ لِلْخَائِنِينَ خَصِيمًا 105
ترجمه:
بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته د خلقو په مینځ كې فیصله وكړې په هغه څه سره چې الله تا ته ښودلي دي او ته د خیانت كوونكو لپاره جګړه كوونكى مه جوړېږه النساء ۴:۱۰۵
تفسیر:
یقینا مونږ نازل کړی تاته -ای پیغمبره- قران کریم چې شامل دی په حق باندې؛ د دې لپاره چې ته فیصلې وکړې د خلکو تر منځ د هغوی په ټولو چارو کې په هغه علم چې الله تعالی تاته درکړی او تاته یې الهام کړی نه ستا په خواهش او ستا په رایه، او ته مه کیږه د خپلو ځانونو او امانتونو سره خیانت کوونکو خلکو لره دفاع کوونکی چې ته واپس کوې د هغوی څخه هغه څوک چې خپل حق ترې غواړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 104 راتلونکې النساء • آیت 106