Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 152 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 152 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَمْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ أُولَٰئِكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا 152
ترجمه:
او هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو يې ایمان راوړى دى او په دوى كې يې د هېڅ یو تر مینځه تفریق نه دى كړى، دغه كسان دي چې هغه (الله) به دوى ته د دوى ثوابونه ژر (او) يقينًا وركړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى النساء ۴:۱۵۲
تفسیر:
او هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی او هغه یې یواځې ګڼلی، او هیڅوک یې د هغه سره ندی شریک کړی، او تصدیق یې کړي (منلي یې دي) د هغه ټول پیغمبران، او جداوالی یې نه دی کړي په مابین د هیڅ یو کې د دوی څخه لکه څرنګه چې کافران خلک کوي، بلکه ایمان یې راوړی په ټولو؛ دغه کسان چې دي زر دی چې وربه کړي الله تعالی دوی ته ثواب لوی، بدله د دوی د ایمان راوړلو او نیکو عملونو کولو د وجې د ایمان نه، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی هغه چاته چې رجوع ورته وکړي په توبی سره د خپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغوی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 151 راتلونکې النساء • آیت 153