او له كومو ښځو سره چې ستاسو پلرونو نكا ح كړى دى، تاسو له هغوى سره نكاح مه كوئ، لېكن هغه چې مخكې تېر شوي دي، بېشكه دا له همېشه د ډېرې بې حیایۍ او د (الله د) غضب كار دى او بده لار ده النساء ۴:۲۲ ⧉
تفسیر:
او تاسو مه په نکاح کوئ هغه ښځې چې مخکې په نکاح کړي وې ستاسو پلارانو؛ ځکه دا کار حرام دی، مګر دا چې مخکې له اسلام نه چا دا کار کړی وي نو په هغه باندې څه نیوکه نشته، دا ځکه چې د پلار د ښځې سره د زوی نکاح کول عقلا ډیر بد کار دی، او د الله تعالی د غصي سبب دی د دې کار په کارکوونکې باندې، او ډیره بده لار ده د هغه چا لپاره چې دا کار یې کړی وي.