Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 32 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا ۖ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ ۚ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا 32
ترجمه:
او د هغه شي ارزو مه كوئ چې په هغه سره الله ستاسو ځینې په ځینو نورو غوره ګرځولي دي، د سړيو لپاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده او له الله نه د هغه د فضل سوال كوئ، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى النساء ۴:۳۲
تفسیر:
اې مومنانو د هغه څه هيله مه کوئ چې الله ستاسو څخه ځينو ته پر ځينو کومه پېرزوينه کړې ده؛ ترڅو د غصې او کينې لامل نه شي؛ نو د ښځينه و لپاره نه ښايي چې د هغه څه هيله وکړي چې الله د نارينه و لپاره ځانګړي کړي دي، ځکه د هرې ډلې لپاره د هغه له حساب سره سمه بدله ده، او له الله څخه د هغه د ورکړې د زياتوالي غوښتنه وکړئ، پرته له شکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، نو هر چاته يې له هغه سره مناسب څه ورکړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 31 راتلونکې النساء • آیت 33