Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 48 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 48 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ ۚ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَىٰ إِثْمًا عَظِيمًا 48
ترجمه:
بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك، یا كفر) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله النساء ۴:۴۸
تفسیر:
بیشکه الله تعالی نه بښي چې هغه سره دې څه شی د خپلو مخلوقاتو څخه شریک کړل شي، او بښنه کوي ښکته د شرک او کفر څخه د ګناهونو چاته چې وغواړي په خپل فضل سره، او عذاب ورکوي په دې ګناهونو سره چا لره چې وغواړي د هغه د ګناهونو په اندازه په خپل عدل سره، او چا چې د الله تعالی سره څه شي شریک کړل نو یقینا جوړه يې کړه غټه ګناه چې؛ نه معاف کیږي څوک چې پرې مړ شو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 47 راتلونکې النساء • آیت 49