Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 69 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 69 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَٰئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ ۚ وَحَسُنَ أُولَٰئِكَ رَفِيقًا 69
ترجمه:
او څوك چې د الله او د (هغه د) رسول اطاعت وكړي، نو دغه كسان به له هغو خلقو سره وي په چا باندې چې الله انعام كړى دى، چې نبیان، او صدیقین او شهیدان او صالحان دي او دغه خلق ښه ملګري دي النساء ۴:۶۹
تفسیر:
او چاچې تابعدارې وکړه د الله تعالی او د پیغمبر نو دا کسان به د هغه چا سره وي چې الله تعالی پرې جنت ته د ننوتلو انعام کړی چې هغه پیغمبران دی او صدیقین دی هغه کسان چې پوره شوې ده رښتینولي د دوی په هغه چې پیغبرانو پرې راتګ کړی، او په هغه یې عمل کړی، او شهیدان هغه چې د الله تعالی په لاره کې وژل شوي، او نیکان هغه چې خپل پټ او ښکاره يې برابر شوي، نو عملونه يې هم برابر شوي، څومره ښه دي دغه کسان د ملګرو څخه په جنت کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 68 راتلونکې النساء • آیت 70