Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 72 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 72 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَإِنَّ مِنْكُمْ لَمَنْ لَيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيَّ إِذْ لَمْ أَكُنْ مَعَهُمْ شَهِيدًا 72
ترجمه:
او بېشكه په تاسو كې ځینې خامخا هغه دي چې ارومرو به (غزا ته په تلو كې) تاخیر كوي، او كه چېرې تاسو ته څه مصیبت ورسېږي (، نو) هغه وايي: یقینًا الله په ما باندې پېرزوینه وكړه، چې په دغه وخت كې زه له دوى سره حاضر نه وم النساء ۴:۷۲
تفسیر:
او بیشکه ځینې ستاسې څخه -ای مسلمانانو- هغه څوک دي چې وروسته وروسته کیږي د وتلو څخه د دښمن د جنګ لپاره د بزدلۍد له امله، او نور خلک هم وروسته وروسته کوي، او دا خلک منافقان دي او د کمزوري ایمان والا خلک دي، نو که چیرته تاسو ته مرګ او یا ناکامي ورسیږي نو یو د دوی څخه داسې وایې حال دا چې خوشحاله وي په خپلې سلامتیا او بچ پاتې کیدلو: بیشکه مهرباني کړې په ما باندې الله تعالی نو د هغوی سره جنګ ته حاضر نشوم کنه ما ته به هم د هغوی په شان مصیبت رارسیدلی وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 71 راتلونکې النساء • آیت 73