Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 8 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 8 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُولُو الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُمْ مِنْهُ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَعْرُوفًا 8
ترجمه:
او كله چې (د میراث) تقسیم ته خپلوان او یتیمان او مسكینان حاضر شي، نو له هغه (مال) نه دوى ته (هم څه) وركړئ او دوى ته ښه خبره وكړئ النساء ۴:۸
تفسیر:
او کله چې حاضر شي د میراث د ویش پر مهال هغه خلک چې په میراث کې یې برخه نه وي د خپلوانو او یتیمانو او غریبانو څخه؛ نو ورکړئ دوی ته -د استحباب په ډول- د دې مال څخه مخکې د تقسیم د دې نه هغه څه چې ستاسو نفسونه پرې خوشحالیږي، نو پس د هغوی دې مال ته سترګي دي، او دا مال تاسو ته پرته له مشقت نه حاصل شوی دی، او هغوی ته ښایسته خبرې وکړئ چې څه بد پکې نه وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 7 راتلونکې النساء • آیت 9