Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشورى — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

الشورى • آیت نمبر 13 (ټولې 53 آيتونه) • پښتو


شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰ ۖ أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ ۚ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ ۚ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ يُنِيبُ 13
ترجمه:
هغه تاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحي كړى دى او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهیم او موسٰى او عیسٰى ته كړى و، چې تاسو دین قايم كړئ او په ده كې مه مختلف كېږئ، په مشركانو باندې هغه شى ډېر دروند دى چې ته دوى هغه ته بلې۔، الله غوره كوي دې (دین) ته چا ته چې وغواړي او د ده په طرف هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع كوي الشورى ۴۲:۱۳
تفسیر:
ستاسو لپاره يې هغه دين د شريعت په توګه درکړ، چې نوح ته مو د هغه په رسولو او عمل کولو امر کړی و، او ای رسوله! تاسوته مو هم وحي کړی دی، او تاسو ته يې د هغه څه سپارښتنه کړې چې ابراهيم، موسی او عیسی ته مو يې د رسولو او عمل کولو امر کړی و او لنډه دا چې: په دين نېغ ودرېږئ او په هغو کې اختلاف کول پرېږدئ، پر مشرکانو ستا لخوا د هغوی د الله يووالي او له هغه پرته د بل چا عبادت پرېښودلو ته را بلنه درنده شوه، الله چې له بندګانو يې چاته وغواړي غوره کوي ېې د خپل عبادت او پيروۍ توفيق ورکوي، او له بندګانو يې چې څوک هغه ته له خپلو ګناهونو په توبه اېستلو رجوع کوي خپل لوري ته يې لارښوونه کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشورى • آیت 12 راتلونکې الشورى • آیت 14