او د هغو كسانو دعاګانې قبلوي چې ایمان يې راوړى دى اونېك عملونه يې كړي دي او له خپل فضله دوى ته زیات وركوي، او كافران (چې دي) د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى الشورى ۴۲:۲۶ ⧉
تفسیر:
او د هغو کسانو دعا قبلوي چې پر الله، د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي، او له خپلې پېرزوينې هغه څه پرې ورزياتوي چې هغوی يې غوښتنه نه ده کړې، او پر الله او د هغه پر رسولانو کفرکوونکو لپاره قوي عذاب دی چې د قيامت په ورخ به يې انتظار کوي.