او تاسو ته چې څه مصیبت هم رسي، نو په سبب د هغو كارونو چې ستاسو لاسونو كړي دي۔ او ډېر (ګناهونه) معاف كوي الشورى ۴۲:۳۰ ⧉
تفسیر:
ای خلکو! تاسو ته چې ستاسو په ځانونو يا مالونو کې کوم مصيبت در رسيږي دا د هغو ګناهونو له امله چې ستاسو لاسونو کړې دي، او الله ستاسو له ډېری ګناهونو تېريږي، نيونه مو پرې نه کوي.