ایا دوى ته مونږ له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب وركړى دى، پس دوى په هغه منګلولې ښخونكي دي الزخرف ۴۳:۲۱ ⧉
تفسیر:
يا مو دغه مشرکانو ته له قرآن مخکې کوم کتاب ورکړی چې هغوی لره له الله پرته د بل چا عبادت روا کوي؟! نو هغوی د دغه کتاب ټينګ نيوونکي دي، چې استدلال پرې کوي.