Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزخرف — آیت 61 (پښتو) — ویډیو

الزخرف • آیت نمبر 61 (ټولې 89 آيتونه) • پښتو


وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ ۚ هَٰذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ 61
ترجمه:
او بېشكه دغه (عیسٰی) د قیامت لپاره یقینًا یوه لویه نښه ده، نو تاسو د دغه (قیامت) په باره كې له سره شك مه كوئ۔، دا نېغه لار ده الزخرف ۴۳:۶۱
تفسیر:
او بېشکه عیسی [راکښته کیدل د عیسی] د قيامت له لویو نښانو څخه يوه نښه ده کله چې په وروستي وخت کې را کوزيږي، نو د قيامت په رامنځته کېدو کې شک مه کوئ، او په هغه څه کې مې پيروي وکړئ چې تاسو ته د الله له لوري ورسره راغلی یم، دغه څه چې مې تاسوته راوړي دي هغه داسې نېغه لار ده چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزخرف • آیت 60 راتلونکې الزخرف • آیت 62