Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجاثية — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

الجاثية • آیت نمبر 15 (ټولې 37 آيتونه) • پښتو


مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ۖ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ 15
ترجمه:
هر څوك چې نېك عمل وكړي، نو د خپل ځان لپاره يې دى، او څوك چې بد وكړي، نو په همده يې ضرر دى، بیا به خاص خپل رب ته تاسو بېرته بیول كېږئ الجاثية ۴۵:۱۵
تفسیر:
چا چې ښه عمل وکړ، نو د خپل نېک عمل پايله يې هغه لره ده، او الله د هغه له عمله مستغني دی، او چا چې خپل عمل بد کړ، نو د بد عمل پايله يې چې عذاب دی پر همغه دی، او الله ته يې بد عمل ضرر نه رسوي، بيا يوازې زموږ لوري ته په آخرت کې راګرځول کېږئ تر څو هر چاته د هغه څه بدله ورکړو چې وړ يې دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجاثية • آیت 14 راتلونکې الجاثية • آیت 16