او كله چې به (تاسو ته) وویل شو چې بېشكه د الله وعده حقه ده او قیامت (چې دى) په ده كې هېڅ شك نشته۔، تاسو به ویل: مونږ نه پوهېږو قیامت څه شى دى؟ مونږ خو بس یو ګمان كوو، ګمان كول او مونږ له سره یقین كوونكي نه یو الجاثية ۴۵:۳۲ ⧉
تفسیر:
او کله چې درته وويل شي: بېشکه د الله هغه ژمنه چې له خپلو بندګانو سره يې کړې ده، چې هغه به يې بېرته راژوندي کوي او بدله به يې ورکوي، حق ده هيڅ شک پکې نشته، او قيامت حق دی شک پکې نشته، نو هغو لره عمل وکړئ، تاسو ويل: موږ نه پوهېږو قيامت څه دی؟ موږ يوازې کمزوری ګومان کوو چې هغه راتلونکی دی، او موږ باوري نه يو چې هغه به راشي.